امنیت

په غورکې د ښوونځى مدير وتښتول شو

کابل باختر د وري يوولسمه :
د غور ولايت د چارسدې ولسوالۍ د خفک ليسې مدير نن د طالبانو له خوا وتښتول شو .
د غور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي باختر آژانس ته وويل: د غور ولايت د چارسدې ولسوالۍ د خفک ليسې مدير عبدالمجيدکله چې له ښوونځي څخه د کور په لور روان و؛ د طالبانو له خوا په لاره کې له موټر څخه ښکته او نامعلوم لوري ته بيول شوى دى.
خبرځاى زياته کړه: تر اوسه پورې د دغه مدير د برخليک په باب کوم معلومات نشته، خو د پيښې د عاملينو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي .
ويل کيږي د دغې ليسې مدير د طالبانو د يوه قوماندان قاري رحمت الله د پلويانو له خوا تښتول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته