روغتیا

په غورکې د پسرلني واکسين د تطبيق پروګرام پيل شو

کابل باختر د غبرګولي اتلسمه :
د غور ولايت په نهو اداري واحدونوکې د ماشومانو د فلج پرخلاف د مبارزې د پسرلني کمپاين دويم پړاو پيل شو.
د غور ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر جمعه ګل يعقوبي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې دوره کې له پنځه کلنى څخه ښکته نږدې ١٧٨ زره تنه ماشومان واکسين کيږي.
  د ده دڅرګندونو له مخې: د ماشومانو د فلج د واکسين په دې پړاوکې دغه پروګرام د٤٧٠ تنو سوپر وايزرانو، ٩٤ تنو مانيتوارانو او د ١٣٠ تنو مبلغينو له خوا د کور په کور په ډول تطبيقيږي .
د عامې روغتيا رييس وويل: دغه راز په دې پروګرام کې تر پنځه کلنى پورې په ١٦٦ زرو ماشومانو د (A) ويټامين تابليت هم ويشل کيږي .
ده له ټولوکوروينوڅخه وغوښتل چې د واکسينونو په تطبيق کې د واکسين له روغتيايي ټيمونوسره همکاري وکړي او خپل ماشومان دې واکسين کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته