-کابل باختر د لړم يوولسمه :
د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د فيروز کوه ښار د شمالي سيمو دپاکولو او په غو رولايت کې د وروستيو وژنو د عاملنو د نيولو په موخه د هېواد د امنيتي ځواکونو عمليات پيل شول .
د دغو عملياتو مسوول جنرال اختر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات د غور ولايت د مرکز فيروزکوه ښار د شمال په غليمن سيمه کې پيل شوي دي.
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې د هوايي ځواکونو او د وګړني پاڅون د پنځه سوه ځواکونو په ګډون څه ناڅه زر تنه امنيتي ځواکونه برخه لري .
جنرال اختر وويل: تراوسه پورې په واټ کې دوه ښخ کړى شوي ماينونه د امنيتي ځواکونو له خوا شنډ کړى شوي دي او د هغې سيمې په لور د هغوى پرمختګ دوام لري چې وسله وال مخالفين په تېره بيا د وروستۍ يو مخيزې وژنې عاملان پکې دي .
يو سرتيرى محمد جلال وويل: موږ د خپلو شهيدانو د وينې غچ اخلو او دې ته هم چمتو يو چې خپل سرونه قرباني کړو او دښمنان له منځه يوسو .
د دغو عملياتو له پيل سره جوخت د وروستيو وژنو د قربانيانو له پاتي کسانو او ټپيانو سره د جمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم نغدې مرستې وشوې .
د ٢٠٧ ظفر قول اردو وياند ډګروال نجيب الله څرګنده کړه: په دې نغدي مرسته کې هرې کورنۍ ته شل زره افغانۍ شاملې دي چې په غور ولايت کې د وروستيو وژنو د قربانيانو پاتې کسانو ته ورکړى شوې دي.
ده زياته کړه: د دغې پيښې ټپيانو ته پنځلس پنځلس زره افغانۍ ورکړى شوې دي او تاکل شوې ده ډير ژر د ظفر قول اردو د خوراکي توکو مرستې ددغو قربانيانو په کورنيو وويشلې شي .
د دغو قربانيانو يوه خپلوان حبيب الله وويل: د جمهوري رياست له لومړي مرستيال څخه د ده د خواخوږي او مرستې له امله مننه کوي او له حکومت څخه غواړي چې د دغې پيښې د عاملانو په باب عدالت وکړي .
شپږ ورځې مخکې غير مسوولو وسله والوکسانو فيروزکوه ښار ته څېرمه د کاشي کلي د اوسيدونکو د څارويو په تښتولو سره د دغې سيمې څه ناڅه ديرش تنه چې زيات شمېر ماشومان هم پکې وو؛ په ډزو سره ووژل او يوشمېر يې ټپيان کړل.
سيمه ئيز مسوول وايي: دغه کار د ملا فاروق د افرادو له خوا ترسره شو چې په دې وروستيو وختوکې يې په دې سيمه کې د داعش بيرغ اوچت کړى دى .
1 2 دقیقې لوستل