کابل باختردميزان١٤
دماشومانو دګوزڼ د ناروغۍ دواکسين دتطبيق دمني پروګرام څلورمه دوره په غورولايت کې پيل شوه .
دغوردعامې روغتيارياست دکتلوي معافيت آمرډاکتر محمدنسيم دولتي باختر آژانس ته وويل : دغه پروګرام د يونسف د دفتر اود نړۍ د روغتيايي سازمان په مرسته د دوو مليونو دوه سوه زرو افغانيو په لګښت پيل او دري ورځي به دوام وکړي
خبرځاى وويل : دغه پروګرام د ښوونځيو ديو زرو څلورسوه تنو ښوونکو او زده کوونکو له خوا په رضاکارانه ډول په غور ولايت کې اجراکيږي .
خبرځاى زيا ته کړه ، دطالبانو ترواکمنۍ لا ندې سيمو په ګډون د دغه ولايت په ټولوسيموکي دغه پروګرام عملي کيږي اوتراوسه پورې دواکسين دتطبيق په لاره کې خنډ نه دى را منځته شوى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ