ټولنه

په غورکې د ملګي وګړو د سر د زيان د زياتوالي له امله د بشر د حقوقو د کميسيون انديښنه

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
د غور ولايت د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون مسوولين په دغه ولايت کې د ملګي وګړو د سر د زيان د زياتوالي له امله ژوره انديښنه څرګندوي او وايي چې د جګړې په بهيرکې د ملکي وګړو د سر او مال ساتنه د اسلامي اصولو او د نړيوالو بشر دوستانه قوانينو له جملې څخه ده.
ددغه کميسيون نوې څيړنې ښيي چې په غورکې د ملکي وګړو د سر د زيان په سلوکې د پنځه شپيتو عامل پخواني قوماندانان او غير مسوول وسله وال کسان دي چې د غور ولايت د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون د دفتر د مسوولينو  د څرګندونو له مخې په غورکې جنګي قوانين د ښکيلولوروله خوا نه دي رعايت شوي.
د ترلاسه شويو  شمېرنو له مخې: د روان کال په نهو مياشتوکې د دولتي ځواکونو او د طالبانو د ډلې ترمنځ د جګړو، د غير مسوولو وسله والو ډلو ترمنځ د نښتو او دغه راز د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا په واټونوکې د ښخ کړى شويو ماينونو د چاودنو له امله يو سلو څلور شپيته تنه وژل شوي او يوسلو درې پنځوس تنه نور ټپيان شوي دي.
دغور ولايت د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون د ولايتي دفتر مسوول جواد رضايي وايي چې د سر د زيان دغه شميرنې يې له امنيتي بنسټونوڅخه ترلاسه کړې دي.
جواد باخترآژانس ته وويل: په غورکې د ملکي وګړو د سر د زيان په سلوکې د پنځه شپيتوعامل غير مسوول قوماندانان او وسله والې ډلې دي او دغه راز په سلوکې د اته ديرشو عاملين وسله وال طالبان او په سلوکې  د يوه عامل دولتي ځواکونه دي.
دغور ولايت دبشر د حقوقو د خپلواک کميسيون د دفتر مسوول وويل چې د دغو کسانوله جملې څخه يوسلو شپږ تنه يې دغير مسوولو وسله والو قوماندانانو ترمنځ په خپل منځيو نښتوکې وژل شوي او يوسلو نهه تنه ټپيان شوي دي.
د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون مسوولين له ټولوښکيلو اړخونوڅخه غواړي چې په ملکي وګړوبريد و نه کړي او د غور ولايت د خلکو د سر او مال ساتلو ته  پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د غور ولايت امنيتي مقامات دخلکو فردي او ټولنيز مصوونيت د پوليسو اساسي دندې او مکلفيتونه  بولي او وايي چې د پوليسو ځواکونوله وسله والوطالبانو سره د نښتو په بهيرکې د ملکي وګړو د سرپه ساتنه کې خپلې وروستي هلې ځلې کارولې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته