ټولنه

په غورکې د بنسټيزو پروژو پرانستل

-فيروزکوه/ باختر د چنګاښ  اتمه :
د څښاک د روغتيايي اوبو شپيته څاګانې د فيروزکوه په ښارکې او د اوبو رسولو يوه شبکه  د لعل او سرجنګل په ولسوالۍ کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د غور د والي وياندعبدالحي خطيبي باختر آژانس ته وويل: د څښاک د روغتيايي اوبو شپيته څاګانې په فيروزکوه ښارکې او د اوبو رسولو يوه شبکه د لعل او سرجنګل په ولسوالۍ کې د لسو ميليونو افغانيو په لګښت ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
ده زياته کړه: دغه پروژې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه تمويلې شوې دي چې يو زرو شپيته کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته