امنیت

په غورکې اته تنه ماشومان د سيلاو له امله ووژل شول

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٩
په غور ولايت کې د سيلاوونو د راوتلو له امله اته تنه ماشومان ووژل شول.
دغور ولايت له پيښو سره د مبارزې د تيارى رييس حمدالله دادفر د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيلاوونو د غور ولايت په مرکز فيروز کوه په ښار او ددغه ولايت د دولينې په ولسوالۍ کې اته تنه ماشومان وژلي دي.
دغه راز د دولينې ولسوالۍ د رستاق او پولي په کليوکې د دغو سيلاوونو له امله يو سلو شل څاروي له منځه تللي دي.
دادفر وويل: د غوسيلاوونو په مرکزکې د استوګنې لس کورونه ويجاړکړي دي.
د سروې ټيمونه سيلاوځپلو سيمو ته ليږل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته