کابل باختردزمري دمياشتې ٢٢نيټه :
ديارلس تنه وسله وال طالبان د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول وايي دغه جګړه له دريو ورځورا په دې خوا په غورماچ ولسوالۍ کې هغه وخت پيل شوه چې وسله والوطالبانو په دغې ولسوالۍ کې په افغان پوځيانو پورې اړوند په چينايي پوستې بريد وکړ.
ويل کېږي جګړه اوس هم دوام لري او تراوسه پورې پنځه تنه پوځيان شهيدان او اووه تنه نورټپيان شوي او يو شميرنور سرتيرې د وسله والو طالبانو په محاصره کې دي .
خبرځاى وايي وسله والو طالبانو دغه پوسته يوه مياشت مخکې ترخپلې محاصرې لاندې نيولې وه .
ددغې پوستې ځواکونه خبردارى ورکوي که چېرې کومکي ځواکونه سيمي ته ونه رسيږي دغه سرتيري به دوسله والو طالبانو له خوا شهيدان شي.
دفارياب امنيتي مسوولين هلې ځلې کوي ترڅودغه سرتيري دوسله والوطالبانو له محاصرې څخه خلاص کړي. پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل