نړۍ

په غزه کې اوربند تمديد شو

غزه بى بى سي – باختر د زمري دمياشتې ٢٨
اسراييلي او فلسطيني خبرځايونو د څليرويشتوساعتونو لپاره په غزه کې د اوربند د تمديدولو خبر ورکړ.
دغه خبر په قاهرې ښارکې د فلسطيني او اسراييلي هيتونو له غيرمستقيمو خبرو وروسته اعلام شو.
د دواړو لورو ترمنځ اوربند چې له تيرې چارشنبې څخه پيل شوى و؛ ټاکل شوې وه تېره شپه پاى ته ورسيږي.
ددغو خبرو منځګړى مصر هم د دغه خبر په تاييدولو سره د دايمي اوربند د ټينګښت په مقصد د خبرو د دوام لپاره د دواړو لورو د موافقې خبر ورکړى دى .
اسراييلو خبردارى ورکړى دى: په هغه صورت کې چې د حماس ډله په اسراييلو د توغنديو توغول بيا پيل کړي؛ له سخت غبرګون سره به مخامخه شي.
د غزې په تړانګه کې د تيرو اوونيو د نښتو له امله ٢٠١٦ تنه فلسطينيان او ٦٦ تنه اسراييليان وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته