روغتیا

په غزنې کې په نشه يي توکو دروږدوکسانوشمير کمښت مومي .

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
په غزني ولايت کې په نشه يي توکو دروږدو کسانو دعلاج اودرملنې شل بستريز روغتون ، پنځوسو بستروته لوړ شو .
ددغه روغتون نوي ودانۍ نن په غزني ښار کې ګټې اخستنې ته وړاندې شوه .
دغزني ولايت دعامې روغتيا رييس دباختر اژانس خبريال ته وويل  ددغه روغتون نوې ودانۍ دنشه يي توکو  پرخلاف دمبارزې  دچارو وزارت  له خوا ددوه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت  جوړ شوې ده  چې  هيله لرو دديرشو بسترو په زياتوالي سره  دروږدوکسانو شميرکمښت ومومي .
يوه اړونده خبرځاى وويل دغه روغتون په  ١٣٨٦ کال کې جوړ شوى دى اوتراوسه پورې يې په لسګونو تنه روږدي کسان تداوي کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته