په غزنې کې د خونړي بريد مخه ونيول شوه
کابل باختر د وري اتلسمه :
په چاوديدونکو توکو بار موټر هدف ته له رسيدو مخکې دغزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې له منځه يوړل شو .
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري باختراژانس ته وويل په چاوديدونکو تو کو بار د ډار اچوونکو يو سراچه ډوله موټر چې د تروريستي بريد په مقصد دقره باغ ولسوالۍ دمرکز په لور روان و ، د دغه ولايت د قره باغ ولسوالۍ دپادشاه ګو او جيلم دکليو ترمنځ سيمه کې پرې هوايي بريد وشو چې له ځانمرګي بريدکوونکي سره يوځاى له منځه يوړل شو .
ديوبل خبرله مخې ، دغزني ښار د دويمې امنيتي حوزې يوسرتېرى د وسله والو مخالفينو له خوا شهيد کړى شو او يوبل سرتيرى ټپى شو .