په غزنې کې د جرمونو د ترسر کول په تور د دوو تنو نيول کېدل

کابل/ باختر/ د چنګاښ لومړۍ
د غزني د ملي امنيت موظفينو نن دوه تنه په دغه ولايت کې د جرمونو د ترسره کول په تور ونيول.
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري باختر آژانس ته وويل: د دغه ولايت د ملي امنيت منسوبينو يو ډار اچوونکى چې د غزني په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د قاري سليم د تروريستي ډلې غړى دى، له جنګي وسايلو سره يې په غزني ښارکې ونيو.
د يو بل خبرله مخې:
د غزني د ملي امنيت رياست موظفينو يو جعلکار له لسګونو جعلي تذکرو او انتخاباتي سټيکرونو سره د غزني ښار له مربوطاتو څخه ونيو.
پاى ذ