کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٥مه
په غزني کې په نږدې راتلوونکي زرو بې وزلو ښځو ته د چرګانو د روزنې کوچني فارمونه جوړېږي.
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري باختر آژانس ته وويل چې د غزني د کرنې او اوبولګولو رياست د همکارو موسسو په مرسته د دغه ولایت د قره باع، مقر او ناور په ولسواليو او مرکزکې د بې وزلو او کونډو ښځو د اقتصاد د ښه والي په موخه د چرګانو د روزنې ۱۰۰۰ کوچني فارمونه جوړوي.
هغه زياته کړه چې لومړى دغو ښځو ته د چرګانو د ساتنې او روزنې لارې چارې ښودل کېږي او وروسته پر هرې ښځې د هګيو ۳۰ چرګان وېشل کېږي.
پاى ج ذ