کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه
څلور وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول .
د ٢٠٣ تندرقول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باخترآژانس ته وويل، دغه وسله وال طالبان د اندړو ولسوالۍ د رستم خېلو او علي بيګ په ساحو او د قره باغ ولسوالۍ د ابو قلعه په کلي کې د امنيتي او دفاعي ځواکونوپه عملياتو کې وژل شوي دي .
هغه زياته کړه په عملياتوکې شپږ نور وسله وال طالبان ټپيان او يو وسله وال طالب
ونيول شو.
د يوبل خبر له مخې، د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو ډلو وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې له ښکيلو لورو څخه درې کسان ټپيان شول .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي، چې د ٢٠٣ تندر قول اردو د ماين پاکولو ټيمونو د غزني او خوست ولايتونو په مربوطاتو کې اته ماينونه کشف اوشنډ کړي دي.
پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل