کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
د غزني پولیسو په دغه ولایت کې څلور تنه د جنایي جرمونو د ترسره کولو په تړاو ونیول.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت باختر آژانس ته وویل چې د دغې قوماندانۍ منسوبینو یاد کسان د وسله والې غلا، د سوداګرو د ګواښلو او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
هغه زیاته کړه چې نیول شوي کسان په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
د یو بل خبر له مخې:
د غزني پولیسو د قومي مخورو او مشرانو د شکایتونو او د دغې قوماندانۍ د پولیسو د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ په غزني ښار کې ټولې قیلون خانې وتړلې.
پای / سعیده
4 د یوې دقیقې څخه لږ