خبرونهفرهنګ

په غزني کې څلور تاریخي آبدې د نابودۍ له خطر سره مخ دي

۲۸- کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
د غزني فرهنګي مسوولین وايي چې په دغه ولايت کې ځينې تاریخي آبدې د واورې او باران د اورښتونو په دلیل له خطر سره مخ دي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ادريس وفا وايي چې د تېرکال په ژمي او سږکال د واورې او باران د اورښتونو په دلیل په دغه ولايت کې يوشمېر څلي په تېره بيا تاريخي آبدات چې ګنبدې لري؛ د نابودۍ په حال کې دي.
هغه دغه راز وويل چې په دغه ولايت کې د خواجه ملکيار پرنده، د بهلول صاحب زيارت ګنبد، د اربابا صاحب زيارت، د شريف خان مقبرې ګنبد او د سلطان محمود کبير ځينې برخې له نابودۍ سره مخ دي.
هغه زياته کړه: که د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یادو آبدو د ويجاړېدو د مخنيوي په خاطر اقدام ونه کړي؛ دغه آبدې به د ژمي په موسم کې له منځه لاړې شي.
ختم- شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته