کابل باختر د وري ديرشمه
هغه سړى چې ويل کيږي غوښتل يې دغزني ولايت په پوځي اوملکي تاسيساتو يو لړ تروريستي بريدونو ته سازمان ورکړي پرون دملي امنيت له خوا ونيول شو .
عبدالله چې ويل کيږي دحقاني دتروريتسي شبکي غړى دى غوښتل په غزني ښار کې په پوځي اوملکي تاسيساتو دکابل دبريونو په شان يو لړ بريدونو ته سازمان ورکړي .
دغزني ولايت دملي امنيت رييس سيد امير شاه سادات باختر اژانس ته وويل چې عبدالله دحقاني دشبکي غړى دى او ددغې ډلې دمشرانو له خوا په غزني ښار کې دتروريستي بريدونو سازمان ورکولو ته موظف شوى و .
دا په داسې حال کې ده چې ويل کيږي د ننګرهار ، پکتيا ، لوګر په ولايتونو او پايتخت کې په ملکي او پوځي تاسيساتو تروريستي بريدونو ته هم دحقاني ډلې سازمان ورکړي و چې دلسګونو تنو له دې جملې څخه دملکي وګړو دمرګ ژوبلې سبب شول .
ده د تحقيقاتو په بهير کې اعتراف کړى دى چې ددغو بريدونو سازمان ورکولو ته يې ځان چمتو کړى و .