په غزني کې په لسګونو ښځې او نجونې دکار اوکسب خاوندانې شوې

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ٧ :
په غزني ولايت کې په خپلو پښو د بيوزلو ښځو او نجونو د دريدولپاره يو پروګرام پيل شوى دى .
په دې پروګرام کې چې د نړۍ د خوړو دسازمان له خوا مالي مرسته ورسره کيږي؛
بيوزلې ښځې او نجونې کسب زده کوي او له دې لارې له اقتصادي پلوه  په ځان
ډډه لګوي .
ددغه پروګرام په لومړۍ پړاوکې نن پنځه اويا بيوزلې ښځې او نجونې دغزني ولايت له مرکز او ولسواليو څخه له روزنيز کورس څخه فارغې شوې .
دغزني ولايت د شهيدانو، معلولينو ، کار او ټولنيزو چارو رييس نوروز چې ددغه پروګرام چلوونکى دى؛ باختراژانس ته وويل چې دغو بيوزلو ښځو اونجونو په اوو مياشتوکې خياطي، ګلدوزي ، ګنډل ، د خوليو ګنډل ،له افغاني ښوونکو څخه زده کړې دي .
ويل کيږي  چې ددغه پروګرام په پاى کې  هرې برخه والې ته دخياطي يوه بشپړه او سمباله دستګاه  د نړۍ د خوړو د سازمان له  خوا ورکول کيږي .
دغزني ولايت د شهيدانو، معلولينو کار او ټولنيزو چارو رييس وايي چې په دې پروګرام کې له ټولو برخه والو استادانو او زده کوونکوسره د خوراکي توکو مرسته هم شوې ده .
په دې پروګرام کې  يوې برخه والې ښځې ملالۍ درې کاله مخکې خپل ميړه له لاسه ورکړې دي او د خپلو دريو تنو بچيانو يوازينې ډوډۍ برابرونکې ده .
دا له دې امله چې اوس کولاى شي په هغه کسب سره چې زده کړې يې دي، خپلو بچيانو ته ډوډۍ برابره کړې؛ خوشحاله ده.
ملالۍ پخوا د خلکو په کورونوکې د جامومينځلو اوکار په ګډون په شاقه کارونو لاس پورې کاوه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته