غزني باختر د غویی ۲ مه نیته .
تېره شپه په غزنې ولایت کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه وسله وال مخالفان
د غزنې ولایت د امنیې قوماندان محمد زمان د باختر آژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې ، دغه وسله وال مخالفان د رباط ، کاریز ، شاه حاجت او رامک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
سرچينې زیاته کړه چې ، په دغه برید کې د پولیسو یو سر تېری هم شهید او درې تنه نور ټپیان شوي دي. پای_ ځدران .