امنیت

په غزني کې پنځلس تنه وسله وال مخالفان ووژل شول

غزني باختر دغويي دمياشتې ٨ نيټه :
پنځلس تنه وسله وال مخالفين تېره شپه په غزني ولايت کې ووژل شول.
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري  باخترآژانس ته وويل: دغه وسله وال مخالفان دامنيتي او دفاعي ځواکونوپه هغو ګډو عملياتو کې چې د هوايي ځواکونو ملاتړ هم ورسره و ،  د  خوږياڼيو ، آبند ، مقر او د غزني ولايت په مرکز کې  ووژل شول  ٧ تنه نور ټپيان شول.
سرچينه زياتوي چې، په ترسر شويو عملياتو کې د وسله والو مخالفينو  دوه داشکې ، يو فولډر موټر،  يوه  سراچه، څلور موټرسايکلونه او يوه  مخابره هم له  منځه  وړل  شوي دي.
نوري  وويل؛  په دغو عملياتو کې  د امنيتي ځواکونو  دوه  زرهي  ټانکونه  دتوغنديو د لګېدو او په سړک کې د ماين د چاودنې له امله زيانمن شوي دي.
ديوبل خبرله مخې ؛  درې تنه وسله وال طالبان په غزنې کې ووژل شول.
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري وويل:  دغه وسله وال طالبان د غزني ولايت د آبند ولسوالۍ په سپين بند سيمه کې د افغان پوځيانو په کمين کې  ووژل شول.
نوري زياته کړه، په دې کمين کې  دوه نورډاراچوونکي ټپيان شول او د هغوى دوه موټرسايکلونه له منځه يوړول شول او يو کلاشنيکوف هم د امنيتي ځواکونولاسته ورغلى دى.پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته