امنیت

په غزني کې پر پوځيانو د طالبانو ناکام بريد؛ پنځه يرغلګرووژل شول

کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
د طالبانو بريد د غزني پوځيانو پر څو پوستو ناکام شو.
په دې بريد کې  پنځه ځانمرګي يرغلګر ووژل شول اوشپږ نوريې ټپيان شول.
د رپوټونوله مخې؛ تېره شپه څو يرغلګر دغزني ښار په ختيځ کې پر يو شمېرپوستو بريد وکړ.
جګړه تر نن سهار پورې دوام درلود او طالبانود سرله زيان وروسته وتښتېدل.
  په غزني کې د ملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل: چې د طالبانو په دې بريد کې پنځه ځانمرګي يرغلګر ووژل شول او ٦ نور يې ټپيان شول.
هغه وويل:  چې په دې بريد کې  پوځيانو ته د سرزيان نه دى اوښتى .
  ختم _ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته