په غزني کې نولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
کابل باختر دکب دوه ويشتمه
پرون په غزني ولايت کې نولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند ډګروال فضل خدا ابراهيم خيل دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دغزني ولايت دده يک ، اندړو او واغظ د ولسواليو په مربوطاتو کې د افغان پوځيانو په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې ووژل شول .
ابراهيم خيل زياته کړه چې په دغو عملياتوکې دمخالفانو د دوو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي هم دي . ختم_ سعيده _ اکرم