امنیت

په غزني کې طالبانو ته د سرزيان اوښتى دى

-کابل / دزمري ٨مه / باختر:
شپږ وسله وال طالبان د غزني ښار په ارزوي سيمه کې  پرون ووژل شول اودرې نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
د هېواد په جنوب کې د تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل  چې دغو وسله والو طالبانو  د پوځيانو پرسنګرونو د بريد نيت درلود.  چې د پوځيانوله کمين سره مخ شول.
هغه وويل چې په دې جګړه کې  شپږ وسله وال طالبان ووژل شول اودرې نور ټپيان شول.
  ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته