کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
دملي دفاع وزير : په راتلوونکو ٢٤ ساعتو کې به په غزني ولايت کې دمثبت انکشاف شاهدان واوسو .
دکورنيو چارو وزير : دغزني ښار ددفاعي او امنيتي ځواکونو تر ادارې لاندې دى .
دملي دفاع وزير : دکوماندو پنځوسو تنو سرتيرو دپوليسو له ځواکونوسره ګاوڼدى ولسوالۍ ته په شاتک کړى دى .
څه دپاسه زر تنه اضافي ځواکونه غزني ته استول شوي دي .
دکورنيو چارو او دملي دفاع وزيرانو نن په يوه ګډه خبري غونډه کې په غزني ولايت کې انکشافات خبريالانو سره څرګند او بيان کړل او ويې ويل چې په غزني ښار کې حالت دامنيتي ځواکونوتر ادارې لاندې دى او له څلورواستقامتونو څخه ددښمن پرخلاف عمليات پيل شوي دي .
ددوى دڅرګندونوله مخې ، په غزني کې دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دسوق او ادارې له مرکز څخه ددښمن پرخلاف عمليات دوسله وال پوځ دلوى درستيز او دکورنيو چارو وزارت دستر امنيتي معين له خوا اداره کېږي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې خبري کنفرانس کې لومړى دملي دفاع وزير خبرې وکړې او ويې ويل په راتلونکي ٢٤ ساعتونوکې به په غزني ولايت کې دمثبتو انکشافاتو شاهدان واوسو .
ده يولړ ناخوالو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې مخالفانو په غزني کې جګړه په پراخو اړخونو اودزياتو ځواکونو په موظف کولو سره پيل کړه .
ده دغه راز وويل چې بايد دهېواد په دفاعي او امنيتي ځواکونو ووياړو .
په همدې حال کې دکورنيو چارو وزير ددې تر څنګ چې له څلورو استقامتونو څخه په غزني کې ددښمن پرخلاف ددفاعي او امنيتي ځواکونو دعملياتو دپيل خبرورکړ او ويې ويل چې طالبانو درسنيو په واک کې زيات درواغ وويل هغوى ادعاوکړه چې دغزني ولايت بالاحصار ، امنيه قوماندانۍ او جيل يې نيولي دي په داسې حال کې چې دغه ادعا له درواغو پرته بل څه نه و .
جګپوړو امنيتي مقاماتو دڅرګندونوله مخې، په تيرو ٢٤ ساعتو کې ١٩٤ تنه وسله وال طالبان په غزني کې وژل شوي او ١٤٧ تنه نور ټپيان شوي دي او د هېواد کابو سل تنه پوځيان شهيدان شوي دي .
په دې خبرې کنفرانس کې دملکي وګړو دسردزيان په باره کې جزئيات وړاندې نه شول دوى ګاونډيو ولسواليو ته د کابو پنځوسو تنو کوماندويي ځواکونو دپه شاتک خبرورکړ .
دوى دغه راز وويل چې څه دپاسه زر تنه کومکي ځواکونه ددښمن دځپلو په موخه غزني ته استول شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم