خبرونهټولنهروغتیا

په غزني کې سل ګونه ټنه، تاریخ تېري خوراکي او غیرخوراکي توکي نیول شوي

 کابل ، د ثور ۲۰ مه ، باختر

په غزني ولایت کې ځایي چارواکو، د سل ګونو ټنو تاریخ تېرو خوراکي او غیر خوراکي توکو د نیولو خبر ورکړی دی.

د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ د درنو جرمونو مدیر مولوي حمید الله سباوون وایي، چې دوی له ښاروالۍ ریاست سره په همغږۍ له ۱۱ کانټینرو او ۵ ګدامونو څخه سل ګونه ټنه خوراکي او غیر خوراکي تاریخ تېري توکي ترلاسه کړي دي.

د سباوون په خبره، په دې لړ کې درې د بیسکویټو او نوشابو فابریکې هم شاملې دي، چې په خپلو تولیداتو کې یې له بې کیفیته او تاریخ تېرو توکو استفاده کوله.

سباوون زیاتوي، چې په دې تړاو یې ۸ تنه د دغو فابریکو مالکان هم نیولي، چې له هغو څخه به لیکلی سند اخیستل کیږي، چې له دې ورسته دا کار تکرار نه شي او د تکرار په صورت کې به عدلي او قضایي اداروته ورپېژندل کیږي.

هغه زیاتوي، چې همدا شان ۶ کانټینره تاریخ تېري مشروبات، بیسکویټ، مربا، شامپو او خرما یې هم نیولي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د غزني اوسېدونکو په دغه ولایت کې د تاریخ تېرو موادو د پلورلو اندېښنه ښودلې وه او له چارواکو یې غوښتي و، چې د دې کار مخنیوی وکړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته