ټولنه

په غزني کې روږديتوب دطلاق پيښې زياتې کړې دي .

کابل باختر دزمري  نهه ويشتمه :
په غزني ولايت کې په نشه يي توکو له خپلو روږدو ميړونو څخه دميرمنو دطلاق  موارد زيات شوي دي .
دغزني ولايت سيمه ئيز مسوولان وايي په دغه ولايت  کې په نشه يي توکو دروږدو کسانو شمير زيات شوى دى او ددغه ولايت اوسيدونکو ته يې جدي ستونزې رامنځته کړي دي .
دغزني ولايت دښځو دچارو رييسې شکريې  ولي  باختراژانس ته وويل دښار په کچه دروږدو کسانو له خوا درامنځته شويو ستونزو تر څنګ  په نشه يي توکو زياترو روږدو ځوانانو او لويانو  چې  دکار او دخپلوکورنيو ته دخوراکي توکو دتامينولو توان نه لري  خپلې ميرمنې طلاق  ته اړې کړې دي  او هم يوشمير ميرمنې هم په نشه يي توکو له خپلو روږدو ميړونو څخه دطلاق  غوښتنه کوي .
دغزني ولايت دښځو دچارو رييسې دڅرګندونوله مخې په دې وروستيو مياشتو کې هره ورځ  دوه اويا درې  ميرمنې دغه رياست ته راځي  اوپه نشه يي توکو د روږدويتوب   په دليل  له خپلو ميړونو څخه  دطلاق  غوښتنه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته