خبرونهښوونه او روزنه

په غزني کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي

کابل، د غبرګولي ۲۲مه، باختر

د غزني د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې دوو ښوونځیو ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

د قره باغ ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي فضل عمر فيضي د باختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل، چې د شهيد عبدالله قاري لېسه په اته جريبه ځمکه کې جوړيږي چې دولس درسي ټولګي، يوه دفتري خونه او نور محلقات لري.

هغه زياته کړه، چې دغه راز د شهيد محمد اکرم ښوونځى په درې جريبه ځمکه کې جوړېږي، چې شپږ درسي ټولګي، يوه دفتري خونه، د احاطې دېوال او د اوبو رسولو سېستم ولري.

د قره باغ ولسوالۍ د پوهنې آمر په وينا، دغه ښوونځي د يونيسف ادارې په مرسته جوړېږي، چې ۱۹ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته