خبرونهښوونه او روزنه

په غزني کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

کابل، د غبرګولي ۲۰مه، باختر

د غزني ولايت په زنخان ولسوالۍ کې د جاپان له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

د زنخان ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي سيدالرحمن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغې ولسوالۍ د کوتل خالد په سيمه کې پر ۳ جريبه ځمکه کې د «کوتل خالد» په نوم د يوه لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې د جاپان په مالي مرسته به د ١٢ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

مولوي سيدالرحمن زیاته کړه، چې د کوتل خالد لېسه شپږ درسي ټولګي، يوه دفتري خونه، د اوبو رسولو سیسټم او تشنابونه لري، چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته