خبرونهټولنهروغتیا

په غزني کې د ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره یو روغتیايي مرکز جوړېږي

کابل، د چنګاښ ۲۱مه، باختر

د غزني ولایت په مرکز کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره د یوه روغتیايي مرکز د رغولو چارې پیل شوې.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر زيرک رنځورمل د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د غزني ولایت په مرکز کې د ناروې کمېټې له لوري د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د ښځو د زېږون او ماشومانو د درملنې لپاره د یوه روغتیايي مرکز د رغولو چارې پیل شوې دي.

د مسؤلینو په وینا، د دغه مرکز په جوړېدو سره به تر ډېره بریده په یاده برخه کې د ناروغانو ستونزې حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته