کابل باختر دثوردمياشتې ٤ نيټه :
د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو د اطلاعاتي اوکشفي اطلاعاتو له مخې د پاکستاني ډار اچوونکو د دېرش کسيزې ډلې په يوې دايمي قرارګاه د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ په شيربرله ساحه کې بريد وکړ .
د باختر آژانس د خبرله مخې ؛ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د دغه بريد په
نتيجه کې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د دښمن يو موټر اوڅلور موټرسايکلونه هم له منځه تللي دي.
ملي اردو د هېواد د دفاعي ځواک په توګه په ټول توان سره د خلکو د امنيت او آرامۍ دتامينولو په موخه هر راز سرښندنو اوقربانيو ته چمتو ده او د دغو تروريستانو دله منځه وړلو په خاطر پياوړى هوډ او اراده لري.پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل