امنیت

په غزني کې د ١٩وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري ٢مه
نولس وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول.
د ٢٠٣  تندرقول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند د باختر آژانس خبريال  ته وويل: دغه وسله وال طالبان په اندړو، ګيرو او واغظ ولسواليو او غزني ښارکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې ووژل شول.
هغه زياته کړه: په عملياتوکې ١٢ وسله وال طالبان ټپيان شوي او ٨ نور يې نيول شوي او د دښمن دوه موټرونه هم له منځه وړل شوي دي.
پاى ذ 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته