ټولنه

په غزني کې د يوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه ووژل شول

کابل باختر د کب لسمه :
په غزني  ولايت کې نن د يوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه په غزني ښار پورې اړونددکوتل په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دوو مسافروړونکو موټرو له يوبل سره ټکر وکړ.
دغزني ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر اسد الله باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې پنځه تنه ووژل شول او درې تنه نورټپيان شول او روغتيايي کارکوونکو ددغې پيښې د ټپيانو حالت مخ په ښه والى بللى دى .
ددغې پيښې  په ټپيانوکې يوه ښځه او يوماشوم هم شامل دي.
دغزني ولايت د ترافيکو مسوولينو د موټر چلوونکو بې احتياطي او ګړندي تګ دپيښې انګيزه بللې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته