په غزني کې د نږدې ۳ میلیونو افغانیو په لګښت دوه چوکونه جوړ شول

کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر

د غزني ښاروالۍ له لوري په دغه ښار کې دوه، چوکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د غزني ښاروال مولوي محمد نبي حمزه د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې پر یادو دوو چوکونو ۲.۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او یاد دواړه چوکونه د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني په ښار کې جوړ شوي دي.

د حمزه په خبره، د یادو دواړو چوکونو نومونه عمري او غزنویان دي او د غزني ښاروالۍ غواړي تر څو د ښار د لاښکلا په موخه د ښار په بېلابېلو سیمو کې نور چوکونه هم جوړ کړي.

د یادوني وړ ده چې د روانې میاشتي په اوږدو کې د غزني ښاروالۍ په دغه ښار کې نږدې لس ټولګټې او د ښار ښکلا په موخه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته