په غزني کې د نږدې ۲ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د غوايي ۲۶مه، باختر
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د غزني په ناوې ولسوالۍ کې د نږدې ۲ کیلومتره سړک د رغولو چارو د پيل خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي چې یاد سړک د ۱.۷ کیلومترو په اوږدوالي د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي مرسته د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ په محمد خېلو کلي کې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
سرچینې زیاته کړې، چې په یاد سړک کې دوه پلچکونه شامل دي، چې د کار په جریان کې يې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک چارو په بشپړېدو سره به د نوموړي کلي د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.