په غزني کې د طالبانو د يوه قوماندان نيول کېدل

کابل/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۰ مه
په غزني ولايت کې تېره شپه د کومانډو ځواکونو په عملياتو کې  د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان په ګډون درې تنه طالبان ونيول شول.
د ځانګړو ځواکونو د قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان ددغه ولايت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې  د کومانډو ځواکونو په عملياتو کې ونيول شول.
نورستاني زياته کړه: په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو څو جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته