امنیت

په غزني کې د طالبانو د بريد له امله د پوليسو د يوه قوماندان شهادت

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ٣ :
په غزني ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان نن شهيد شو.
د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې  له امنيتي ځواکونوسره د وسله والو طالبانو په نښته کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان په تورخان مشهور نجم الدين شهيد او درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د غزني ولايت وياند شفيق ننګ دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه د قره باغ ولسوالۍ د بازار د ليوني سيمې د خالوخيلو په امنيتي پوستې دطالبانو له بريد وروسته ونښته چې له امله يې يو سيمه ييز پوليس شهيد او درې تنه نور طالبان ووژل شول.
يوه سيمه ييز پوليس علي محمد وويل: بريد پاى ته رسيدلى و، خوکله چې تورخان  اړوندو ارګانونو ته د رپوټ ورکولو په مقصد د پوستې بام ته وخوت د وسله والو طالبانو له خو اپرې ډزې وشوې او شهيد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته