په غزني کې د زردالود انډي کولو لپاره مرکز جوړيږي
غزني باختردکب دمياشتې٢٤ نيټه :
د زردآلو د انډي کولو د مرکز ودانۍ دجوړولوکار نن په غزني ولايت کې پيل شو.
د غزني د والي وياند محمدعارف (نوري) باختر آژانس ته وويل ؛ دغه مرکز د غزني ښار د نوآباد په ساحه کې د کرنې وزارت له خوا د شپږ ديرشو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي.
هغه وويل چې په دغه مرکزکې به وچ زردالو انډي کېږي.
ده زياته کړه د دغه مرکز په جوړيدو سره به بڼوال د زردالود محصولاتو له کبله ښه عوايد ترلاسه کړي.پاى ذکرالله