په غزني کې د خلکو مظاهرې پاى ته ورسيدې.

کابلباختردثور١٧ 
دغزني ولايت دسلګونو تنو اوسيدونکو مظاهرې له دريو ساعتووروسته پاى ته ورسيدې.
دغه مظاهرې نن له غرمې مخکې ديوولسو بجو په شاو خوا کې دهغه څه پرخلاف غبرګون کې چې اعتراض کوونکي  دامنيتي ځواکونو دډزو په بهير کې ديو ځوان وژل کيدل بولى ، په غزني ښار کې پيل شوې وې.
  اعتراض کوونکى وايي چې په دغه ملکي سړى نن له غر مې مخکې دلسو بجو په شاو خوا کې دافغان پوځيانو اود وسله والو طالبانوترمنځ  دنښتې په بهير کې د امنيتي ما مورينو له خوا ډزې وشوې او ووژل شو.
عبدالصبور چې له واده څخه يې درې ورځې تيريدې دوکانداري کوله .
يو تن اعتراض کوونکي محسن وايي چې دغه غريب کار ځوان د افغان سرتيرو دډزو له امله وژل شوى.
اعتراض کوونکو چې ددغه ځوان مړى يې له ځان سره ليږداوه له دولت څخه ديرغلګر سرتيرې د نيولو او مجازاتو غوښتنه کوله .
دغو مظاهره کوونکو په ښکاره ددغې پيښې د څيړنې په باب دسيمه ييزو مقاماتو له ژمنې وروسته له مظاهرو څخه لاس وا خيست .
دغزني والي موسي خان اکبر زاده باخترا ژانس ته وويل ،ده لارښوونه کړې ده چې دغه پيښه دې په جدي تو ګه وڅيړل شي .
دغزني والي اعتراض کوونکي دارامي ساتنې ته راوبلل او ژمنه يې و کړه چې دافغان سرتيرو له خوا ددغه ملکي سړى دوژل کيدو دتثبيت په صورت کې به ددغې پيښې عا مل ونيسى او مجا زات کړي .
هغه پيښه چې ددغه ځوان د وژل کيدو  سبب شوه نن له غرمې مخکې دلسو بجو په شاو خوا کې دغزني ښار په سنجتک سيمه کې هغه وخت را منځته شوه چې يوې ډلې وسله وال طالبان د افغان ما مورينو په يوې پو ستې بريد و کړ.
ويل کيږي چې په دې نښته کې افغان پوځيانو او وسله والو طالبانو ته زيان نه دى او ښتى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته