ټولنه

په غزني کې د انتخاباتو د کميسيون دفتر وتړل شو

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٤نيټه :
د غزني ولايت سيمه ييزو مقاماتو په دغه ولايت کې د تحصن کوونکو له خوا  د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دفتر د بيا تړل کيدو خبر ورکړ.
د باختر آژانس دخبرله مخې:
تحصن کوونکو پرون په غزني ولايت  کې د انتخاباتو د حوزوي کيدو په اعتراض د انتخاباتو د کميسيون دفتر وتاړه.
د غزني د ولايتي شورا غړي نصير احمدفقيري وويل: د غزني ولايت د اعتراض کوونکو په وړاندې د انتخاباتو د کميسيون د نه پاملرنې له امله په دغه ولايت کې  د انتخاباتو د کميسيون دفتر تړل شوى دى .
ده وويل: تر هغه وخته پورې چې د اعتراض کوونکو غوښتني ونه منلې شي، دغه دفتر به همدغه شان تړلى پاتې شي .
ويل کيږي په غزني ولايت کې دانتخاباتو دکميسيون دفترچې څه موده مخکې د اعتراض کوونکوله خوا تړل شوى و، د امنيتي ځواکونو په مداخلې سره بېرته پرانستل شو.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته