په غزني کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ٣٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

 کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢نيټه :
د امريکايي ځواکونو په دوو هوايي بريدونوکې چې په غزني ولايت کې د دوى په سنګرونو ترسره شول، له امله يې د دوو قوماندانانو په ګډون ٣٠ تنه طالبان ووژل  شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په ناوې ولسوالۍ کې بريدونه وشول.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي: په دغو بريدونوکې د وسله والو طالبانو دوه تنه جګپوړي قوماندانان مولوي حاجي سليمان اخندزاده او حميدالله له ٢٨ تنو نورو وسله والوطالبانوسره ووژل شول .
خبرپاڼه زياتوي: دغه وسله وال ډار اچوونکي کله چې د يولړ نويو ډار اچوونکو بريدونو په سازمان  ورکولو بوخت وو، د  امريکايي بي پيلوټه الوتکو له خوا پرې  بريدونه ترسره شول.
په افغانستان کې امريکايي پوځي مقامات وايي: د دغو بريدونو ترسره کول د وسله والو طالبانو په جنګې توان کې زيات کمښت رامنځته کوي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته