امنیت

په غزني کې ديوولسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
يوولس تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې  ووژل شول .
په دې نښته کې يو پوليس شهيد او دوه تنه  نور يې ټپيان شول .
جګړه تيره شپه دجغتو ولسوالۍ په تورګن کلي کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په يوې پوځي قرارګاه بريد وکړ .
دغزني دوالي ويندوى شفيق الله ننګ صافي دباختراژانس خبريال ته وويل: په دې نښته کې يوولس  تنه وسله وال طالبان ووژل شول . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته