خبرونهاقتصادټولنه

په غزني کې دوه څلوېښت بېلابېلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، غبرګولي ۲۲مه، باختر 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په غزني کې د ۴۲ بېلابېلو پراختیايي پروژو د ګټې اخیستنې خبر ورکړی دی.

باختر آژآنس ته د دغه وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د غزني د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د «یو.ان.او.پي.اس» دفتر په مالي مرسته، د دغه ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د څه باندې ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام د ۴۲ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو او د اوبو لګولو اړوند ودانیو او محافظوي دېوالونو جوړول شامل دي.

ویل شوي چې د یادو پروژو د تطبیق په بهیر کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې په اړوندو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته