ټولنه

په غزني کې دنيالګيو دايښودلو پروګرام پيل شو .

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٥ :
په غزني کې دنيالګيو دايښودلو  پروګرام  پيل شو .
په  غزني  ولايت کې  نن د نيالګيو دايښودلو   پروګرام دملي   اردو   د  درېمې لوا دقوماندان له خوا  پيل شو .
د ملي اردو  د تندرقول اردو د  دريمې  لوا  دقوماندانۍ  ويندوى نجيب الله سلطاني دباختر آژانس خبريال ته وويل :  څلور سوه   ميوه لرونکي  او ډولى  نيالګي دملي اردو  د درېمي لوا  دقوماندانۍ له خوا کيښودل شول  او ټاکل   شوې ده  دلس  جريبه ځمکې په ساحه کې  چې په غزني ښار  کې د  ميوه لرونکو او ډولي نيالګيو  د  ايښودلو لپاره  چمتوشوې  ده ، کيښودل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته