په غزني کې دماين دچاودنې له امله پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول
کابل باختر د لړم لومړي:
پنځه تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې ددوى له خوا دځاى پرځاى شوي ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان محمد عظيم دباختراژانس خبريال ته وويل په دې چاودنه کې چې نن سهار دقره باغ ولسوالۍ دده افغانانو په ساحه کې ترسره شوه دوسله والو طالبانو دډلې دسرګروپ ملا محمد رحيم په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه چاودنه هغه وخت رامنحته شول چې طالبانو غوښتل دقره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يوه ګڼ ميشته ساحه کې ماين ځاى پرځاى کړي چې ماين وچاوديد او له امله يې پنځه تنه ووژل شول .