ښوونه او روزنه

په غزني کې دلوړوزده کړو په موسسو کې دشموليت آزموينه واخستل شو.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ١٣
دغزني ولايت د دولسمو ټولګيو فارغانو نن دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت آزموينه ورکړه  .
په دې آزموينه کې چې دلوړو زده کړو وزارت د استول شوى هيت تر نظرلاندې واخستل شوه دغزني د دولسمو ټولګيو څه دپاسه دولسو زره تنو فارغانوګډون کړې وو چې په سلو کې ديرش يې نجونې وې.
د  يوبل خبرله مخې  :   په   نورستان ولايت کې نن دلوړو  زده کړو په موسسو کې دشموليت دکانکور آزموينه واخستل شوه.
دنورستان دحوزې  د آزموينې مسوول پوهنوال عبدالغياث صافي  وويل دکانکور آزموينې دورکولو لپاره له مرکز څخه دوه سوه دوه پنځوس کارتونه رسيدلي چې له دې جملې څخه د دوو نجونو په ګډون دنورستان دمرکز او ولسواليو يوسلو اتيا تنو فارغانو پکې ګډون کړى وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته