په غزني کې دطالبانو دډلې يو قوماندان ملا عبدالوهاب ووژل شو
کابل باختردتلي دمياشتې ١١ :
په غزني ولايت کې تيره شپه دافغان ځواکونو اودناتو دقوتونو په ګډو عملياتو کې دطالبانو دډلې يو قوماندان له دوو تنو ساتونکوسره يې ووژل شو.
ويل کېږي چې دغو ياغي طالبانو په تروريستي بريدونو اوپه دغه ولايت کې ياغي طالبانو ته دوسلو اومهماتو په اکمالولو کې لاس درلود.
دغزني ولايت دملي امنيت درييس دڅرګندونوله مخې دطالبانو يو قوماندان ملا عبدالوهاب چې دغزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې يې په څو تروريستي بريدونو کې لاس درلود تيره شپه له دوو تنو ساتونکوسره يې و وژل شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغو ياغيانو وژل کېدل به دقره باغ ولسوالۍ دامنيت په تامينولو کې ګټور وي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې تيره شپه په واټ کې دښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له امله دغزني ولايت دآب بند ولسوال عبدالمتين ټپي شوى دى.
دغزني دوالي مرستيال علي احمد باخترا ژانس ته وويل چې دده دسپرلۍ موتر دآب بند ولسوالۍ په سرفراز کلي کې په واټ کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت چې دچاودنې له امله يې دآب ولسوال ټپي شو او دوه تنه ساتوونکې يې ووژل شول.
دآب بند ولسوال ددرملنې لپاره دبګرام روغتون ته ليږدول شوي دي.