امنیت

په غزني کې دطالبانو درې تنه سرګروپان ووژل شول.

کابل – باختر دتلې دمياشتې لومړي
په غزني ولايت کې دطالبانو د دريو تنو سرګروپانو په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان  شول .
دقره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال باختر آژانس ته وويل  :  دغه پيښه تيره شپه له هغې وروسته  وشوه چې وسله وال طالبان د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ پورې اړوند قبرغه کلي کې پر امنيتي پوستو بريد وکړ چې دملي او سيمه ييزو پوليسو دځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول چې له امله يې دطالبانو د دريو سرګروپانو په ګډون اووه تنه طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې  ټپيان شول .
په دې نښټه کې سيمه ييزو او دملي پوليسو ځواکونو ته دسرزيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته