امنیت

په غزني کې درې تنه ځانمرګي يرغلګرو نيول شول .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
دملي امنيت درياست منسوبينو نن په غزني ولايت کې  دځانمرګو يرغلګرو د بريد مخه ونيوله .  دغزني ولايت  دملي امنيت رياست دتروريستانو ديوې څلور کسيزې  شبکې پلان چې په غزني ولايت کې  دامن اوعامه نظم  دپوليسو په قطعې دځانمرګي بريد نيت درلود شنډ کړ .
يوه اړونده خبرځاى  وويل  ددغه رياست منسوبينو دتروريستانو په يوه پټنځي  بريد وکړ او يوتن تروريست  يې وواژه  او درې تنه نور  يې ونيول .
  له نيول شويو کسانو څخه درې کلاشينکوفونه ، درې تومانچې ، پنځه ويشت  لاسي بمونه ، درې پرتلې ، اوربلوونکي مواد او يوه اندازه  چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .
  ديادونې وړ ده چې نيول شويو تروريستانو پوځي زده کړې  او دځانمرګو بريدونو لارې  چارې له هيواد څخه په بهر کې زده کړې دي او دتروريستي  او ځانمرګو بريدونو دترسره کولو په مقصد په غزني ولايت کې دطالبانو يوه قوماندان ملاادريس ته استول شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته