په غزني کې ددوو تنو پا کستا ني طالبانو اود يو افغان طالب وژل کيدل.

کابلباختردثور٢٥
په غزني ولايت کې دنښتو له امله دطالبانود ډلې ددوو تنو پا کستا ني جګړه مارانو په ګډون درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه جګړه تيره شپه د قره باغ ولسوالۍ  دنيازيو او موشکي  په سيمو کې هغه وخت  ونښتې چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دسيمه ييزو پوليسو په دوو امنيتي پوستو بريدو نه وکړل .
دغزني ولايت دقره باغ ولسوال فضل الرحمن باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې د طالبانو دډلې ددوو تنو پاکستانى جګړه مارانو په ګډون درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دقره باغ ولسوالۍ ددغې پيښې په بهير کې ديو سيمه ييز پوليس ټپي کيدل هم تائيدوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته