امنیت

په غزني کې دداعش دډلې دجلب او جذب مسوول ونيول شو .

کابل باختر د چنګاښ  درې ويشتمه :
په غزني ولايت کې دداعش دډلې دجلب اوجذب  مسوول تيره شپه ونيول  شو .
دغزني ولايت امنيه قوماندان سمونوال  فريد مشعل باختراژانس ته خبرورکړ په ابوذر مشهور محمدادريس چې دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ اوسيدونکى دى او په دې وروستيو وختو کې غزني ته راغلى و ، غوښتل يې چې  ځوانان دداعش دډلې لپاره جلب او جذب  کړي چې دغزني ولايت دپوليسو له خوا ونيول شو .
ده  زياه کړه چې ابوذر  دکندز په ولايت او دننګرهار ولايت دچپرهار په ولسوالۍ کې هم  دداعش ډلې ته دافرادو په جلب او جذب بوخت و .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته